لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي.
د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه د یونسیار (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د ۳۰ ټنه محصولاتو د ساتلو ظرفیت به ولري.
د دغه ولایت د کډوالو چارو آمر مولوي محمد مسعود اخندزاده جوړو مراسمو ته وویل، یاده سړه خونه په ۹۳ زره ډالرو لګښت د یوې پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي او تمه ده چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د محمدآغې ولسوال، قاري صبغت الله تقوا وویل، د یادې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او سړه خونه د هغوی له اساسي اړتیاوو څخه ده.
نوموړي وویل، محمداغه ولسوالۍ د کابل په دروازه کې موقعیت لري، خو په تیرو څو کالونو کې ورته هیڅ راز پاملرنه نده شوې او اړتیا ده چې د حکومت سربېره نړیوالو بنسټونه ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ یوه بزکر کریم الله وايي، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(UNHCR) له لوري ورته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په پارسړه خونه جوړیږي، خو نوموړی ټینګار کوي چې دغه سړخونه د محمداغې بزګرانو لپاره بسنه نه کوي او اړتیا ده چې ورته سړي خونې نورې هم جوړې شي.