Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

الجزایر کې د بس چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي.
۱۰ اسد ۱۴۰۵

الجزایر کې د بس چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي.

د الجزایر په بومرداس ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د الجزایر د ملکي خوندیتوب ادارې له قوله لیکلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او ژغورونکو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.

سرچینې لیکلي چې د الجزایر لومړی وزیر سیفي غریب د بومرداس یوه روغتون ته ورغلی او د دې پېښې له یو شمېر ټپیانو سره یې لیدلي دي.

رویټرز زیاته کړې چې الجزایري چارواکو تر اوسه د بس د چپه کېدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.

مطالب

الجزایر کې د بس چپه کېدو له امله
۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ