Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
۲۰ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په لوګر ولایت کې د والیبال سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون له لوري د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د غزني‌خېلو په سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم‌زي زینت راډیو ته وویل چې دغه ټورنمنټ شاوخوا ۴۰ ورځې دوام وکړ او پایلوبه یې د لوګر اتلانو او تنګي سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په کې د لوګر اتلانو لوبډله وتوانېده د درې پر صفر میدانونو په توپیر بریا خپله او اتلولي ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو موخه په لوګر ولایت کې د والیبال لوبې ته وده ورکول او ځوانان له نشه‌یي توکو لرې ساتل دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د روان کال په جریان کې د بېلابېلو ورزشي څانګو ګڼې سیالۍ ترسره شوې دي.

مطالب

لوګر کې د والیبال سیالۍ
د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ