Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کابینې غونډه: د نوي کابل ښار ودانولو چارې دې له پلان سره سمې ترسره شي.
۲۵ قوس ۱۴۰۴

د کابینې غونډه: د نوي کابل ښار ودانولو چارې دې له پلان سره سمې ترسره شي.

د کابینې یوولسمه غونډه کې د هېواد په بندرونو کې د تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل ښار د ابادۍ چارو په اړه خبرې شوې دي.

د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه وشوه.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هرات په اسلام‌کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسایلو برخه کې ارزونه وکړي او پایله یې دې د ریاست‌الوزراء له عالي مقام سره شریکه کړي، څو په اړه یې اقدامات ترسره شي.

سرچینه زیاتوي، دغه‌راز په دې غونډه کې د نوي کابل ښار په اړه بحث وشو چې چارې یې باید له پلان سره سمې ترسره شي او نورې ادارې دې د ښار او کور جوړولو له وزارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

مطالب

د کابینې غونډه
د نوي کابل ښار ودانولو چارې دې
له پلان سره سمې ترسره شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ