Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه مړه شوي دي.
۱۱ اسد ۱۴۰۴

بدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه مړه شوي دي.

د بدخشان امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شهر بزرګ او راغستان ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه شوي او یو تن ټپي دی.  

د بدخشان د امینې قوامدانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې د موټر چپه کېدو په 

پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی، همدارنګه د راغستان ولسوالۍ په سردښت سېمه کې هم د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه 

کسان مړه شوې دي. نوموړی وایي یادې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې دي.

مطالب

بدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو
له امله ۷ تنه مړه شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ