Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ( د دوحې تړون کتاب) د علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.
۱۵ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې ( د دوحې تړون کتاب) د علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.

هغه مراسم، چې د لوګر ولایت مرکز ته اړوند د ښوونکو ترمنځ د (دوحې تړون) کتاب علمي سیالۍ د مخکښو ګډونوالو د ستاینې په پار نیول شوي و، په کې د فکري ډګر مخکښ غړۍ، مولوي عبدالحق حماد، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، دوکتور رفیع الله صمیم سربېره، د پوهنې ریاست مسؤلینو، یو شمېر ادارو استازو، علماوو او ښوونکو ګډون کړی وو. 

د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال، د هېواد بچیانو د روزنې او تربیې برخه کې د ښوونکو مسؤلیت ډېر دروند یاد کړ او زیاته یې کړه، که چېرې خدای مه کړه، کوم استاد دغه برخه کې ناغیړي وکړي، نو هم به دالله او هم د مسلمانانو پر وړاندې مسؤل وي.

د لوړو زده کړو موسسې رئیس، مفتي ضیاءالاحمد صارم وویل؛ لله الحمد لوی رب پر موږ ډېر لوی شفقت وکړ او له کړاونو، ستونزو او اشغال څخه یې خلاصون را کړ، اوس موږ ټولو ته په کار ده، چې فکري ډګر کې هم همداسې مبارزه وکړو.

د هېواد وتلی فکري شخصیت، مولوي عبدالحق حماد وویل؛ افغانان، چې د اسلام لپاره په تاریخ کې کوم قرباني ورکړی، مثال یې څوک نشي پیش کولی، موږ درې ځلې آزادي ګټلی، چې اوسنی ازادي کې موږ هم له اشغال څخه خلاصون وموند او هم هېواد کې اسلامي نظام قایم شو، د لوګر ولسونو قربانۍ د هېرولو ندی، اوس وخت یې راغلی، چې د قربانیو پر ثمره فکر وکړو، خپل راتلونکي نسل داسې ورزو، ترڅو امت له دغه بحران څخه را وباسي.

ښاغلي حماد زیاته کړه؛ د اسلامي امت ځوانان، خپل اصلي هدف هېر کړی، یواځې خپل شخصي ژوند جوړولو باندې لګیا دي، ښوونکي مسؤلیت لري، چې ځوان نسل هدفمند وروزي.

 د کابل پوهنتون استاد، مولوي محمد فرید عطاش العلم وایي، چې په ټولنه کې د ښوونکي لوی اعزاز دی، باید نوي نسل ته داسې ذهنیت ورکړي، له کوم سره، چې شته حالت بدل شي.

باید وویل شي، چې دغه سیالۍ، د پوهنې ریاست اړوند د ښاري پوهنې آمریت او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډه همکاري جوړ شوی و، چې د ۳۰ تنو مخکښو ګډونوالو لپاره  یې جایزې په پام کې نیول شوې وې، چې د کتب خېل علیا لیسې ښوونکي اسلام الدین، د لومړی مقام ګټونکي ته یو پایه لب تاب کمپیوټر، دکلنګار جهادي لیسې ښوونکي، سیدوحیدالله، دویم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل او د وزیر کلا ښوونکي ضیاالحق، دریم مقام ګټونکي ته یو سیټ مبایل، او دغه راز نورو مخکښو ښوونکو ته بېلا بېل کتابونه او ډالۍ ووېشل شوې.

مطالب

لوګر کې ( د دوحې تړون کتاب)
د علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ