Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د اته لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
۹ میزان ۱۴۰۵

لوګر کې د اته لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.



د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت او د پوهنې ریاست ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک له مخې، د والیبال سیالۍ د مرکز او ولسوالیو د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې.

د لوګر د ورزش مسوولین وايي، دغه سیالۍ د ځوانانو او ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د ورزش د ودې، د استعدادونو د موندلو او د سالمو ورزشي فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ترسره کېږي.

د سیالیو لومړۍ لوبه د غازي امین‌الله لېسې او کمال‌خېلو لېسې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې غازي امین‌الله لېسې لوبډلې د ۲–۰ په پایلې سره بریا خپله کړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو له لارې د ورزش او پوهنې ادارو ترمنځ همکاري پیاوړې، د زده‌کوونکو ورزشي استعدادونه وده او په ښوونځیو کې د ورزش فرهنګ لا پراخېږي.

مطالب

لوګر کې د اته لوبډلو ترمنځ
د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ