Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسیا شل‌اوریز جام؛ افغان کرکټ لوبډله نن سریلانکا سره لوبه کوي.
۲۷ سنبله ۱۴۰۴

د اسیا شل‌اوریز جام؛ افغان کرکټ لوبډله نن سریلانکا سره لوبه کوي.



د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا شل‌اوریز جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن شپه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.

دغه لوبه نن پنجشنبه د ماښام په ۷ بجو د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې پيلیږي.

افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له هانګ‌کانګ ګټلې، خو دویمه یې بنګله‌دېش ته بایللې.

که افغانستان نن شپه له سریلانکا څخه لوبه وګټي، د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کوي.

تر دامهاله له لومړي ګروپ څخه هند او پاکستان د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته وتي او د نن شپې له لوبې وروسته به دویم ګروپ څخه هم دوه ورتلونکې لوبډلې مشخصې شي.

د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډون‌کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ لوبډلې شاملیږي.

مطالب

د اسیا شل‌اوریز جام
افغان کرکټ لوبډله
نن سریلانکا سره لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ