Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اختر ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ کسان مړه شوي.
۲۳ جوزا ۱۴۰۴

د اختر ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ کسان مړه شوي.

د ترافیکو عمومي ریاست وايي، چې د عرفې له ورځې بیا د لوی اختر تر څلورمې پورې په هېواد کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې پکې ۴۳ تنو ژوند بایللی او ۱۵۸ نور ټپیان شوي. 

یاد ریاست ویلي، په مړه شویو کې ۳۱ نارینه، ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان دي. ترافیکو ریاست د ترافیکي پېښو لامل ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې. 

یاد ریاست یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې د موټر چلونې پر مهال ترافیکي اصول او قوانین په بشپړ ډول مراعت کړي.

مطالب

د اختر ورځو کې
د ترافیکي پېښو
۴۳ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ