Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان پراختیايي تګلاره تصویب شوه.
۴ سنبله ۱۴۰۴

ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان پراختیايي تګلاره تصویب شوه.



د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره د هېواد سترو او اساسي موخو ته د رسېدو په موخه له داخلي ظرفیتونو او سرچینو په ګټې اخیستو چمتو او د اسلامي امارت مشر د حکم په اساس منظور شوې.

هغه نن (سه‌شنبه، سنبله ۴) کابل کې یوې غونډې ته وویل، د افغانستان پراختیايي تګلاره یو جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو تحقق په موخه چمتو شوې او ټولې امارتي سرچینې په یو واحد مسیر رهبري کوي.

د ده په وینا، دغه ستراتيژي د اسلامي امارت موخې او د ټولو وزارتونو او ادارو فعالیتونه متحد او منسجم کوي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه چې د افغانستان پراختیايي تګلاره درې اساسي برخې لري چې ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په کې شاملیږي.

د هغه په وینا، دغه ستراتیژي لسو سکتورونو (د اقتصاد او کرنیزو چارو، د طبیعي سرچینو او انرژۍ، د استوګنې او ټولنیزې همغږۍ، د ټرانسپورت او مخابراتو، د دیني او عصري زده‌کړو او کلتوري چارو، د روغتیا، د ټولنیز خوندیتوب او چاپيریال ساتنې سکټور کې تطبیق کیږي.

د اسلامی امارت ویاند همدارنګه وویل چې د افغانستان پراختیايي ټګلاره کې لسو پروګرامونه د شرعي قانون واکمنۍ او د اسلامي ټولنیز عدالت د تامین پروګرام، ۲ـ د ښې حکومتولۍ او نړیوالو اړیکو د لومړیتوب، ۳ـ د عامه سکتور د اصلاح، روڼتیا او حساب ورکولو، ۴ـ د سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا، ۵ـ د امنیت ټینګښت او عامه نظم او سرحدونو ساتنې ته د لومړیتوب، ۶ـ د قانون تنفيذ، له جرمونو سره د مبارزې او د محلي حکومتولي د پیاوړتیا، ۷ـ د ښاري پراختیا او کلیوالي پرمختګ، ۸ ـ د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا رکن د لومړیتوب وړ برنامه، ۹ـ د طبیعي سرچینو د اغیزمنې، پایېدونکې ګټې اخیستنې او د انرژۍ د تامین، ۱۰ـ د کرنې او مالدارۍ د پراختیا، ۱۱ـ د مالي مدیریت ښه‌والي او د برښنايي تادیاتو پراختیا، ۱۲ـ د روغتیايي خدمتونو ښه‌والي او د خوړو خوندیتوب، ۱۳ـ د پوهنې، بشري سرچینو او کلتوري پراختیا، ۱۴ـ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د پراختیا، ۱۵ـ د ترانسپورت او ترانیزیتي زیربناوو د پراختیا پروګرام لومړیتوب لري.

هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د دغه اوږدمهاله سند په تطبیق سره به غوره پایلې ترلاسه او بنسټیزو موخو ته د رسېدو لپاره به د یو منظم چوکاټ له مخې په تدریجې توګه اغېزناکې کړنې ترسره شي.

مطالب

ذبیح‌الله مجاهد
د افغانستان پراختیايي تګلاره تصویب شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ