Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام نن نندارې ته وړاندې کېږي.
۳ سنبله ۱۴۰۵

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام نن نندارې ته وړاندې کېږي.

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو جام نن په متحده عربي اماراتو کې نندارې ته وړاندې شي او هم به د یو شمېر هغو کمپنیو نومونه اعلان شي چې لوبډلې یې اخیستې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات خبری رسنیو ته وویل چې نن په متحده عربي امارتو کې یوه ناسته ترسره کېږي چې په لړ کې به یې د افغانستان د کرکټ غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو جام نندارې ته وړاندې شي.

هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې به د یو شمېر هغو کمپنیو نومونه هم اعلان شي چې ځینې لوبډلې یې اخیستې دي خو ټولې نه اعلانېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

دغه‌راز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.

مطالب

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام
نن نندارې ته وړاندې کېږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام نن نندارې ته وړاندې کېږي.