Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران له اصفهان څخه هره ورځ دوه زره افغان کډوال ایستل کېږي.
۱۱ اسد ۱۴۰۴

د ایران له اصفهان څخه هره ورځ دوه زره افغان کډوال ایستل کېږي.

د ایران د اصفهان ولایت چارواکي وایي، هره ورځ نږدې دوه زره افغان کډوال له دې ولایت څخه د ایران د حکومت له لوري شړل کېږي.

 د اصفهان ولایت د احصایو له مخې، په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان مېشت دي چې ۴۲۰ تر ۴۳۰ زره یې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي. 

ایراني رسنۍ وايي، سلګونه افغانان هره ورځ له همدې ولایته بېرته افغانستان ته استول کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلي و، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د ایران له لوري ۱.۸ میلیونه افغانان په زوره ایستل شوي دي.

مطالب

د ایران له اصفهان څخه هره ورځ
دوه زره افغان کډوال ایستل کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ