Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ګازو اورلګېدنې پېښه؛ دوه ماشومان مړه او یو تنکی ځوان ټپي شوی.
۱۵ سرطان ۱۴۰۵

لوګر کې د ګازو اورلګېدنې پېښه؛ دوه ماشومان مړه او یو تنکی ځوان ټپي شوی.

د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوند د هوني سیدانو په کلي کې د ګازو له امله د رامنځته شوې اورلګېدنې په پېښه کې دوه ماشومان مړه او یو تنکی ځوان ټپي شوی دی.

د لوګر والي ویاند مولوي میرویس ابدالي زینت راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یوې کورنۍ غړو له خونې څخه د ګازو د ایستلو هڅه کوله، خو ناڅاپه ګاز اور واخیست او اورلګېدنه رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې لومړی درې کسان ټپیان شوي وو، خو وروسته د ۷ او ۱۰ کلونو عمر لرونکي دوه ماشومان د درملنې پر مهال په روغتون کې ساه ورکړې او یو ۱۶ کلن تنکی ځوان ټپي پاتې شوی دی.

ابدالي زیاتوي، ټپي شوی تنکی ځوان دا مهال تر درملنې او روغتیايي څارنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

سیمه‌ییز چارواکي له خلکو غواړي چې د ګازو د کارونې پر مهال لازم احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

مطالب

لوګر کې د ګازو اورلګېدنې پېښه
دوه ماشومان مړه او یو تنکی ځوان ټپي شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ