پکتيا کې لومړی ځل د شري واکسين کمپاين پيل شو.
د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولان وايي، نن دوشنبه د پکتيا مرکز او ۱۴ ولسواليو کې د شري واکسين لس ورځني کمپاين پيل شو.
د پکتيا د عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وويل، شری يو ساري ناروغي ده چې پرې د اخته ماشومانو د مرګ لامل هم کيږي.
هغه وويل، د شري واکسين تطبيق د دغې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو غوره لاره ده.
پکتيا کې د کتلوي معافيت عمومي مسوول سرفراز ژمن وويل چې د شري واکسين د لومړي ځل لپاره پکتيا کې پلي کيږي چې له ۶ مياشتو څخه تر ۱۰ کلنۍ پورې ماشومان به واکسین شي.
هغه له خلکو او ديني عالمانو وغوښتل چې د شري واکسين د دغه کمپاين په ښه تطبيق کې له روغتيايي ټيمونو سره همکاري وکړي.
د سرفراز ژمن په خبره، ياد واکسين په ټوله پکتيا کې د ۱۰۵۲ روغتيايي کسانو لخوا د عامې روغتيا رياست تر قوانينو لاندې جومات په جومات تطبيق کيږي.
هغه وويل، هڅه کوي چې د پکتيا ټولو لرې پرتو سيمو کې هم ماشومانو ته ياد واکسين ورسول شي.
پکتیا کې د شري واکسین دغه کمپاين د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان WHO او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په مالي همکاري مخ ته وړل کيږي.
ورته وخت کې د پکتيا يو شمېر اوسيدونکي هم د شري واکسين تطبيق ته خوښي څرګندوي او وايي، دې وروستيو کې د ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي يو څه زياته شوې.
د پکتيا يو تن اوسيدونکي انور وويل، د واکسين په تطبيق سره به د يادې ناروغي مخه ونيول شي.
د يادونې ده چې دویمه دوره کې به د هېواد په ۱۷ نورو ولايتونو کې هم د شري واکسين تطبيق شي.