Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جاپان افغان زده‌کوونکو ته بورسونه اعلان کړي.
۲۱ ثور ۱۴۰۵

جاپان افغان زده‌کوونکو ته بورسونه اعلان کړي.

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوهنې، فرهنګ، سپورټ، علومو او ټکنالوژۍ وزارت د ۲۰۲۷ کال لپاره د افغان محصلانو لپاره د لوړو زده‌کړو بورسونه برابر کړي دي.

د جاپان سفارت نن (دوشنبه، د غويي ۲۱مه/ د مې ۱۱مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بورسونه د جاپان دولت د «مکست» بورسونو پروګرام له لارې د څېړنیزو زده‌کړو لپاره د دې هېواد په پوهنتونونو کې وړاندې کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه کسان چې د شرایطو وړ وي، کولای شي خپل اړین اسناد د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې د جاپان سفارت ټاکلې برېښنالیک پتې ته واستوي.

سفارت زیاته کړې چې د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر به په درې پړاوونو کې وشي چې په‌کې د اسنادو ارزونه، په کابل کې لیکلې ازموینه او وروستۍ مرکه شامله ده.

د جاپان سفارت ټینګار کړی چې دغه بورسونه په بشپړه توګه وړیا دي او د قومي، ژبني او مذهبي تړاوونو له پام پرته ورکول کېږي. د ټاکنې اساسي معیار به د اسنادو کیفیت او د ازموینو پایلې وي.

د جاپان دولت د «مکست» بورسونو پروګرام د دې هېواد له نړیوالو تعلیمي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي چې موخه یې د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان په ګډون، د بهرنیو محصلانو جذب او ملاتړ دی.

مطالب

جاپان افغان زده‌کوونکو ته
بورسونه اعلان کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ