د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن مسکو ته سفر کوي.
ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نن (چهارشنبه، د تلې ۲۴مه) مسکو ته سفر وکړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا تایید کړې چې ولسمشر الشرع به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
په همدې حال کې، د رویټرز خبري اژانس د یوه سوریایي رسمي سرچینې له قوله لیکلي چې احمدالشرع به د روسیې د سمندري اډې د دوامداره حضور په اړه چې په طرطوس کې موقعیت لري او همدارنګه د روسیې د هوایي اډې په اړه چې په حمیمیم سیمه کې ده، خبرې وکړي
سرچینې ویلي، ولسمشر الشرع به په رسمي ډول له روسیې وغواړي چې د پخواني رژیم ړنګ شوی مشر بشارالاسد د محاکمې لپاره سوریې ته وسپاري. د الشرع په وینا، اسد د هغو کړنو مسول دی چې ده یې «د سوریایي خلکو پر وړاندې جنایتونه» بللي دي.
ولسمشر الشرع تر دې مخکې د دوشنبې پر ورځ امریکايي تلویزیون CBS سره په یوه مرکه کې ویلي و چې هېواد یې هڅه کوي د بشارالاسد د محاکمې لپاره له قانوني لارو کار واخلي، پرته له دې چې له روسیې سره چې اوس د اسد کوربه دی، ترینګلتیا رامنځته شي.