Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۴۰ میرمنې د خیاطۍ له اووه‌میاشتنیو زده‌کړو فارغې شوې.
۲۹ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې ۴۰ میرمنې د خیاطۍ له اووه‌میاشتنیو زده‌کړو فارغې شوې.

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د صنعت او سوداګرۍ ریاست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې (DACAAR) له لوري ۴۰ تنو میرمنو ته د خیاطۍ په برخه کې اووه‌میاشتنۍ عملي او مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې، چې له بشپړېدو وروسته یادې میرمنې فارغې شوې.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي زینت راډیو ته وویل، یادو میرمنو د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې د خیاطۍ مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې او اوس کولی شي د خیاطۍ له لارې خپل اقتصادي چارې پرمخ یوسي او د عاید سرچینه ولري.

نوموړي زیاته کړه، له دغو ۴۰ فارغو میرمنو سره د ډاکار موسسې له لوري د خیاطۍ اړوند د وسایلو مرسته هم شوې ده. د هغه په وینا، یاده مرسته د خیاطۍ د یوه بشپړ کېټ په بڼه وه، چې په کې د خیاطۍ او اورلاک ماشینونه، اړوند مېزونه، سولري تخته، بیټرۍ او کنټرولر، د لاس او ماشین ګنډلو وسایل، د برېښنا او ګاز اړوند تجهیزات او نور مسلکي لوازم شامل وو.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د هر خیاطۍ کېټ مجموعي بیه ۳۸ زره او ۲۹۹ افغانۍ وه، چې دا تجهیزات هرې فارغې زده‌کوونکې ته په جلا ډول ووېشل شول، څو وکولای شي له فراغت وروسته په خپلواکه توګه د خیاطۍ کار پیل کړي.

چارواکي وایي، د یادې پروژې له پلي کېدو سره به نه یوازې په لوګر ولایت کې د خیاطۍ مسلک پیاوړی شي، بلکې د ښځو لپاره به د کار او ځان‌بسیاینې زمینه هم برابره شي او په دې برخه کې به نورې مسلکي خیاطانې وروزل شي.

له بلې خوا، فارغې شوې میرمنې هم خوښي څرګندوي چې د خیاطۍ په برخه کې یې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې دي، خو ټینګار کوي چې دا ډول پروګرامونه دې د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي

مطالب

لوګر کې ۴۰ میرمنې د خیاطۍ
له اووه‌میاشتنیو زده‌کړو فارغې شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ