Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بدخشان تګاب ولسوالي کې خلک د پوهنې امریت لپاره ودانۍ جوړوي.
۱ میزان ۱۴۰۴

د بدخشان تګاب ولسوالي کې خلک د پوهنې امریت لپاره ودانۍ جوړوي.



د بدخشان چارواکي وايي چې د یاد ولایت د تګاب ولسوالي اوسېدونکي د دغې ولسوالي د پوهنې امریت لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول عبدالغني عابدي وایي، نوې ودانۍ به په پنځه بسوه ځمکه کې د خلکو په لګښت جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د دې ودانۍ د جوړېدو لګښت شاوخوا یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ اټکل شوی چې ټول به د ځایي خلکو له‌خوا برابر شي.

عابدي زیاتوي چې ودانۍ به په دوه پوړیزه بڼه او د پخې او اساسي جوړښت پربنسټ جوړېږي. دغه ودانۍ به شپږ اداري خونې، د غونډو یو صالون، پخلنځی، یو حمام او دوه تشنابونه ولري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د تګاب د معارف امریت کارکوونکي په کرایي ودانیو کې خلکو ته د معارف اړوند خدمات وړاندې کول. د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د معارف کارکوونکي وکولای شي په معیاري ځای کې خپلې دندې مخته یوسي.

مطالب

د بدخشان تګاب ولسوالي کې خلک
د پوهنې امریت لپاره ودانۍ جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ