Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر او ننګرهار اوسېدونکو ترمنځ ۴۰ کلنه سرحدي شخړه هواره شوه.
۲۲ سرطان ۱۴۰۵

لوګر او ننګرهار اوسېدونکو ترمنځ ۴۰ کلنه سرحدي شخړه هواره شوه.

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د لوګر د ازرې ولسوالۍ او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ د سرحدي حدودو پر سر رامنځته شوې ۴۰ کلنه شخړه د اسلامي امارت د یوه لوړپوړي پلاوي، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوې ده.

د چارواکو په وینا، د دې هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره د ازرې او حصارک ولسوالیو ترمنځ په سرحدي سیمه کې ګډه ناسته ترسره شوه. په ناسته کې د لوګر مرستیال والي، د ننګرهار والي، د کورنیو چارو وزارت د تخنیکي پلاوي غړو، ولسوالانو، د اړوندو ادارو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د لوګر د مرستیال والي مولوي انعام‌الله «صلاح‌الدین» په وینا، یاده شخړه د تخنیکي ارزونو، تاریخي اسنادو او مسلکي سروې‌ګانو پر بنسټ په عادلانه او دایمي ډول حل شوې ده.

نوموړي وویل، د دې شخړې هوارېدل د ملي یووالي د پیاوړتیا، د امنیت د ټینګښت او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د همغږۍ او ورورولۍ د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

صلاح‌الدین زیاته کړه چې د دواړو ولسوالیو ترمنځ جغرافیایي حدود د تخنیکي او مسلکي ارزونو له مخې په روښانه ډول تثبیت شوي، څو په راتلونکې کې د مالدارانو، کروندګرو او نورو اوسېدونکو ترمنځ د سرحدي اختلافاتو او شخړو مخه ونیول شي.

د لوګر مرستیال والي د ننګرهار د سیمه‌ییزو چارواکو او د دواړو ولسوالیو د اوسېدونکو له همکارۍ او زغم څخه مننه وکړه او ویې ویل، د دې اوږدمهالې شخړې حل به په سیمه کې د کرنې، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ د دوامدار ثبات او متقابل باور د پیاوړتیا لامل شي.

مطالب

لوګر او ننګرهار اوسېدونکو ترمنځ
۴۰ کلنه سرحدي شخړه هواره شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ