Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ له ایران سره هوکړې ته له نږدې کېدو خبر ورکړ؛ نتانیاهو خبر نه و.
۲۲ جوزا ۱۴۰۵

ټرمپ له ایران سره هوکړې ته له نږدې کېدو خبر ورکړ؛ نتانیاهو خبر نه و.

ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه ښايي د روانې اونۍ تر پایه لاسلیک شي او له هغه وروسته به پر ایران لګېدلې سمندري کلابندي پای ته ورسېږي؛ هغه څرګندونې چې د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د تمې خلاف وې.

رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه به د روانې اونۍ تر پایه وروستۍ شي که نه، ویلي چې دغه هوکړه به «ډېر ژر» او ښايي د همدې اونۍ تر پایه لاسلیک شي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران مشر به هم دغه هوکړه تایید کړي، ویلي چې د ده د معلوماتو له مخې، ځواب مثبت دی.

د هغه په خبره، که هوکړه لاسلیک شي، امریکا به پر ایران لګېدلې سمندري محاصره لغوه کړي چې د دې هوکړې یوه برخه ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي چې د دغې هوکړې له نهايي کېدو سره به د نفتو بیې د پام وړ راټیټې شي.

سي‌اېن‌اېن د یوې اسرائیلي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کله ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خپل پیغام خپراوه، بنیامین نتانیاهو د ایران په اړه په یوه امنیتي غونډه کې بوخت و.

سرچینې ویلي، اسرائیل د تهران او واشنګټن ترمنځ د هر ډول نږدې هوکړې او یا هم د ایران له لوري د هغې د تایید په اړه هيڅ معلومات نه لرل؛ هغه موضوع چې د سي‌اېن‌اېن په وینا، په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې د ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره سمون نه خوري.

د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په وروستیو شېبو کې پر ایران د نوو بریدونو له ترسره کولو تېر شوی او ویلي یې دي چې له تهران سره خبرې د ایران د رهبرۍ تر لوړې کچې رسېدلې او د سیمې د قدرتونو د یوه پراخ ایتلاف له ملاتړه برخمنې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا په دریځ کې دغه ناڅاپي بدلون د هغو بریدونو د پلان شوې مودې له پیلېدو یوازې څو ساعته مخکې رامنځته شوی و.

مطالب

ټرمپ له ایران سره هوکړې ته
له نږدې کېدو خبر ورکړ؛ نتانیاهو خبر نه و

دا خبر نورو سره شریک کړئ