د لوګر د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د ازرې ولسوالۍ په مرکزي، منګلو، رضاخېلو او چوترې لېسو کې د کمپیوټر عملي زده کړو څلور مجهز مرکزونه د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب زینت راډیو ته وویل، دغه مرکزونه د پوهنې آمریت او د علمدوستو خلکو په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې په کې لپټاپونه، پرنټرونه، دېوالي سکرینونه، د لمریزې برېښنا سیستمونه او نور اړین وسایل ځای پر ځای شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به شاوخوا ۸۰۰ زدهکوونکو ته د کمپیوټر عملي زده کړو زمینه برابره شي.
شاهپور عرب د پوهنې له بهیر سره د خلکو د همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو په وروستیو کلونو کې د ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا لپاره د پام وړ مرستې کړې دي.