فراه سیند کې اته کسان اوبو ډوب کړي او مړه شوي.
د فراه د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې اته کسان د دې ولایت په سیند کې د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فراه د امنیې قومنداني ویاند، کلیمالله ننگیال ویلي چې دا پېښې د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
نوموړي د یاد ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د سیند پر غاړه او د تېرېدو پرمهال دې د خوندیتوب اصولو ته جدي پاملرنه وکړي او له هر ډول بېاحتیاطۍ څخه دې ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د احتیاطي تدابیرو مراعت کول کولای شي د ورته پېښو مخه ونیسي.