Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې پر ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
۲۱ حوت ۱۴۰۴

لوګر کې پر ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د خوښۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پر شاوخوا ۵۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسؤل صبغت‌الله نائب‌خېل زینت راډيو ته وویل، دغه مرستې په خوښۍ ولسوالۍ کې تر یوې شفافې سروې وروسته پر اړمنو او بې‌وزله کورنیو وېشل شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې هرې مستحقې کورنۍ ته یو ۵۰ کیلویي بوجۍ د غنمو اوړه، د اوو لېټرو یو بوشکه غوړي، شپږ کیلو دال په ۳۰ مهر شوو پاکټونو کې او یو پاکټ مالګه ورکول کېږي.

بلخوا ځینې اړمنې کورنۍ د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې دا مرسته ورته بسنه نه کوي او باید په دوامداره ډول پر بې‌وزله او اړمنو کورنیو د مرستو لړۍ روانه وساتل شي.

مطالب

لوګر کې پر ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو
د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ