Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر ښاروالۍ: سږ کال ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي.
۲۶ حوت ۱۴۰۴

لوګر ښاروالۍ: سږ کال ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي.

د لوګر د پل‌علم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه یې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د پل‌علم ښاروال، مولوي محمد شاکر ثاقب، خبریالانو ته وویل چې دغه عواید له بېلابېلو سرچینو راټول شوي او د زیاتوالي لامل یې د دولتي ادارو، ښاریانو او اصنافو همکاري ده. نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو کلونو کې به د عایداتي سرچینو پراختیا، ښاري تنظیم او رغنیزو پروژو پلي کولو برخو کې نور پرمختګونه هم وشي.

ښاغلي ثاقب همداراز وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه پنځه بنسټیزې پروژې پلي شوې دي. د هغه په وینا، دا مهال د شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو نورو پروژو چارې هم روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پل‌علم ښار د داخلي سړک جوړولو پروژه، چې ۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت لري، څه موده وړاندې پیل شوې وه، خو د سړې هوا له امله ځنډېدلې او ټاکل شوې په نږدې ورځو کې یې چارې بېرته پیل شي.

د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د راتلونکي ۱۴۰۵ کال لپاره یې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلان کړې دي، چې چارې به یې د کال له پیل سره سم پیل شي.

مطالب

لوګر ښاروالۍ
سږ کال ۸۸ میلیونه افغانۍ
عواید را ټول کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ