Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۲ سوه راستانه شویو کډوالو د غنمو او نغدو پیسو وېش پروګرام پيل شو.
۲۹ دلو ۱۴۰۴

لوګر کې په ۱۲ سوه راستانه شویو کډوالو د غنمو او نغدو پیسو وېش پروګرام پيل شو.



د لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د یوې ځانګړې کمېټې له لوري د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ۱۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د خوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړې.

د چارواکو په وینا، هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې مرسته ورکول کېږي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي شیرآقا پیر حبیب الرحمن وویل، یاده مرسته د هغو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره ځانګړې شوې چې وروستیو کې خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې دي. د هغه په خبره، د مرستو د وېش بهیر د شفافیت په پام کې نیولو سره د ټاکل شوې کمېټې له لوري ترسره کېږي.

بلخوا، د لوګر د ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، دا مرستې د امیرالمؤمنین د شفقت څرګندونه ده او ټینګار یې وکړ چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مېشت او راستانه شوي کډوال نه دي هېر شوي. نوموړي له یادو کورنیو وغوښتل چې د نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره په اخلاص دعا وکړي.

ځايي مسوولین وایي، هڅه کوي چې د مرستو دغه لړۍ په منظم او عادلانه ډول تر ټولو مستحقو کورنیو ورسوي.

بلخوا اړې او بې وزله کورنۍ هم خوښې دي چې د دولت له لوري ورسره د خوراکي او نغدو پيسو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې په دوامداره توګه په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

مطالب

لوګر کې په ۱۲ سوه راستانه شویو کډوالو
د غنمو او نغدو پیسو وېش پروګرام پيل شو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ