Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کرکټ درې اړخیزې لوبې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له زمبابوې سره لوبه کوي.
۱۰ جدی ۱۴۰۴

د کرکټ درې اړخیزې لوبې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له زمبابوې سره لوبه کوي.

 ټاکل شوې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د کرکټ په درې اړخیزو سیالیو کې نن خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه له زمبابوې سره ترسره کړي.

د افغانستان، زمبابوې او پاکستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د مرغومي په څلورمه د زمبابوې په کوربه‌توب پیل شوې ده.

له زمبابوې سره د افغان لوبډلې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د هغه هېواد د پلازمېنې هرارې د سپورټ کلب لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، په دغو سیالیو کې له کوربه زمبابوې سره د افغانستان لوبډلې لومړۍ لوبه د باران له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده او په دویمه لوبه کې یې له پاکستانه ماتې وخوړه.

د یادونې ده، افغان لوبډله په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په دویمه له پاکستان سره ترسره کړي.

مطالب

د کرکټ درې اړخیزې لوبې؛
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله
نن له زمبابوې سره لوبه کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ