د خوست ولایت د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز متون کې د کېلې ونو سږکال د پام وړ ښه حاصل ورکړی دی.
د مسوولینو په خبره د خوست خاوره او اقلیم په ځانګړي ډول مناسبه تودوخه او رطوبت، د کېلو د کښت لپاره ډېر مناسب دی او ښه پایله یې لرلې ده.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، هڅې روانې دي چې د بڼوالو ملاتړ، مسلکي روزنه او تخنیکي مرستې پراخې شي، څو د کېلو ونو کښت د یوه نوي زراعتي فرصت په توګه معرفي شي.