Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۲۰ ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۳ ټپیان دي.
۴ حمل ۱۴۰۵

لوګر کې ۲۰ ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۳ ټپیان دي.

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، یوشمېر ولسوالیو او د کابل–ګردېز پر لویه لاره ۲۰ بېلابېلې ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند، مولوي احمدالله انس، زینت راډیو ته وویل چې په دغو پېښو کې بېلابېل وسایط لکه سراچه، کرولا موټرونه، موټرسایکلونه او باروړونکي موټر شامل دي.

د نوموړي په وینا، په دغو ۲۰ ترافیکي پېښو کې درې کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. انس زیاتوي چې د یادو پېښو لاملونه د موټرچلوونکو ګړندی تګ، بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول دي.

 د هغه په خبره، د اختر په ورځو کې د خلکو د تګ‌راتګ زیاتوالی او د لارو ګڼه‌ګوڼه هم د دغو پېښو د ډېرېدو له لاملونو څخه بلل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په دغو پېښو کې ټپیان شوي کسان د لوګر د مرکز روغتونونو ته لېږدول شوي او دامهال تر درملنې لاندې دي.

د لوګر د ترافیکو مسوولانو له ټولو موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي، له ټاکلې اندازې پورته سرعت ونه کاروي او د ترافیکي اصولو پابندي وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

مطالب

لوګر کې ۲۰ ټرافیکي پېښې
درې کسان مړه او ۲۳ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ