د لوګر والي او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ترمنځ ناسته
د لوګر والي شیخ ضیاء الرحمن مدني او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ګډه ناسته کې، چې د سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ شهاب الدین دلاور، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي عبدالله مختار، د لوګر د علماوو شورا رئیس شیخ صاحب شریف او د دغه ولایت یو شمېر علماوو هم ګډون درلود، د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ پروژو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې، د لوګر والي، مشرانو او علماوو د اوبو او انرژۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او په یاد ولایت کې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه. دوی ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژۍ پروژې د لوګر د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په ناسته کې د خپل وزارت له کړنو لنډه یادونه وکړه او وویل چې په لوګر کې ګڼ شمېر مهمې پروژې پلي شوې دي.
هغه د خروار او سرخاب بندونو د لومړي فاز د ساتنې او څارنې او د ۱۲ چکډمونو د پروژو بشپړېدو ته اشاره وکړه.
ښاغلي منصور د لوګر والي، مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې د متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به په نږدې راتلونکي کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې لا زیاتې پروژې پیل او عملي شي.
دغه ناسته د لوګر ولایت د خلکو د پرمختګ او رفاه لپاره د مثبتو ګامونو د پورته کولو لپاره د ښې همغږۍ یوه ښه بیلګه وه.