لوګر کې د «پانامي» اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې.
لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د آببازک په سیمه کې د څه باندې ۱۰۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د «پانامي» اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به د سېلابونو د مخنیوي ترڅنګ زرګونه کورنۍ ترې ګټه واخلي او شاوخوا ۹۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
د لوګر ولایت مقام د دفتر رئیس، ډاکټر زینالله زیدان، د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې د ښارونو ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې هم د بیارغونې او پراختیايي پروژو عملي چارې روانې دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د آبادۍ او بنسټیزو پروژو لړۍ لا پراخه او دوامداره وساتي.
په همدې حال کې، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي چارو سلاکار، انجنیر فضلالرحمن عمرزي، وویل چې د پانامي اوبو دغه بند به ۵۲ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره سور، ۵.۵ متره لوړوالی، ۱۸۰ متره کانال او د اوبو یو حوض ولري.
د هغه په وینا، دغه پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۱۰۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوو میاشتو په موده کې بشپړېږي.
د مسؤلینو په وینا، د دغه پانامي بند د جوړولو اساسي موخه د سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو برابرول دي، چې د سیمې د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې به مهم رول ولوبوي.