جلالاباد ښار کې د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمې ناحیه کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښټ د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د جلالاباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمداسحاق سعید نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دغو پروژو کې د یونیم کیلومتر سړک پخول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه چې پر یادو دوو پروژو ۱۸ میلیون افغانۍ لګښت راځي او دغه راز به ورسره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
سعید وویل، هڅه کوي چې د ښار بېلابېلو برخو ته دا ډول پروژې وغځوي څو هم د خلکو تګ راتګ اسانه او هم د بېکارۍ کچه راټیټه شي.