د لوی غره له لمنو څخه
د بولان فارم مسوولان همداراز وايي، د تېرکال راهیسې یې لسګونه غواګانې او خوسکي د درملو، تغذیې او درملنې د کمښت له امله له لاسه ورکړي دي.
دوی تمه لري چې دولت، د کرنې وزارت، او نړیوالې موسسې د دغو فارمونو د پراختیا لپاره ځانګړي پروګرامونه پیل کړي. د فارم مسوول عبدالهادي: «زموږ سره دولت تراوسه د غوا روزنې په برخه کې هېڅ مرسته نهده کړې، نه د خوراکې په برخه کي نه درملو او درملني برخه کې د تېرکال راههیسې زموږ کابو ۳۵ غواګانې او ۴۰ خوسکي مړه شوي. درملو، خوراکې او د غواګانو درملنې برخه کي اړتیا لرو، موږ شاوخوا ۸۰ لنګې، د شیدو غواګانې دلته لرو، موږ په ۲۴ ساعتونو یونیم خروار د تازه شیدو تولید لرو.»
له دې ټولو سره د هلمند په فارمونو کې لسګونه ځوانان او اوسېدونکي کار کوي. د دوی لپاره دا فارمونه یوازې د شیدو تولید ځایونه نه، بلکې د ژوند د بقاء وسیله ده. ځوان کارکوونکي چې له وزګارتیا او کډوالۍ ستړي شوي، دلته د یوه با عزته ژوند هیله لري. دوی پر نورو پانګوالو د کاري فرصتونو پراختیا په پار دا او دې ته ورته نورو برخو کي د پانګونې غوښتنه کوي
د بولان فارم کارکوونکي شیخ محمد وویل: «زموږ له تجارانو څخه هیله ده چې پانګونې وکړي، خلک کاري فرصتونه ایجاد کړي. موږ دلته لس دولس کسان په دغه فارم کي کار کوو، موږ ډېر خوښ یوو چې دلته کار کوو.»
یوه بل کارکوونکي سیدعالم وايي: «ډېر وخت مې کېږي چې دلته کار کوم، د خپل کار څخه راضي یم، زموږ د نورو سوداګرو څخه هم هیله ده چې ورته پانګونې ورکړي خلک پر کار کړي، که داسې وشي، بهر ته پر غیرقانوني لارو تلوونکي کسان به نورو هېوادونو څخه را وګرځي، اوس خو هر څه د بېکارۍ له کبله کېږي.»
کارپوهان باور لري، که دغه فارمونه په عصري ماشینرۍ، سړوخونوسېسټم، کیفیتي خوراکي موادو او د وتلي نسل غواګانو سره سمبال شي، نو هم به د هېواد دننه د شیدو بازارغښتلی شي، هم به یاده برخه کي د وارداتو مخه ونیول شي.
اقتصادي کارپوه انجینیر محمدیعقوب هلمندی وايي: «که دا فارمونه په عصري مشینرۍ، سړوخونو، کیفیتي خوراکو او د وتلي نسل غواګانو سمبال شي، نو موږ کولی شو د شیدو کورنۍ بازار پیاوړی کړو او په دې برخه کې د وارداتو اړتیا راکمه کړو.»
د غواګانو روزنې دا دودیز فارمونه کولای شي د سلګونه کسانو اقتصادي بقاء تضمین کړي. دا یوازې د بولان فارم کیسه نه ده، بلکې د یوه بشپړ ولایت د ستونزو انعکاس دی. د پانګونې، پاملرنې، او مسلکي ودې له لارې دا فارمونه کولای شي د هېواد د مالدارۍ د ستونزو یوه برخه حل کړي.