د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت موزیم د ترکیې هېواد د (ټيکا) دفتر په مالي او تخنیکي ملاتړ بیا رغول شوی دی.
د مسوولینو په خبره د ټېکا دفتر په مرسته د موزیم بېلابېلې برخې بیا رغول شوې، معیاري ویترینونه نصب شوي او د آثارو د خوندي نندارې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
یاد ریاست د ټیکا دفتر له هڅو او همکارۍ مننه وکړه او دا یې د هېواد د کلتوري میراثونو د ژغورنې په برخه کې یو مهم ګام وباله.
مسوولینو دغه راز له ځایي خلکو هم وغوښتل، چې له غیرقانوني کیندنو څخه ډډه وکړي.