حوثیان: په سعودي عربستان کې مو یو پوځي اډه په توغندیز برید ویشتلې.
د یمن حوثیانو ویلي، چې د سعودي عربستان یوه پوځي اډه یې په توغندیز او بېپیلوټه الوتکې برید کې په نښه کړې ده.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن سهار، یکشنبه د ۲۲ سنبلې/۱۳ سپتمبر، پر «اېکس» ټولنیزه شبکه لیکلي، چې په دغه برید کې د سعودي عربستان د «شروره» سیمې یوه پوځي اډه، د وسلو زېرمتونونه او د عملیاتو د قوماندې خونې په نښه شوې دي.
سریع زیاته کړې، چې دغه برید د سعودي عربستان د پوځي اقداماتو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
د حوثیانو ویاند خبرداری ورکړی، چې که د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان پوځي اقدامات دوام وکړي، نو د دغه هېواد په خاوره کې به ورته لا سخت او پراخ بریدونه وشي.
په وروستیو اوونیو کې د حوثیانو او هغو یمني ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی. حوثیانو ویلي، چې د تېرې اوونۍ له پیل راهیسې یې د یمني ځواکونو پر وړاندې د نویو عملیاتو په ترڅ کې د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې، د مخا بندري ښار، ساحلي سیمې او په سره سمندر کې د یمن اړوند ځینې ټاپوګان نیولي او پر بابالمندب تنګي یې خپل کنټرول پراخ کړی دی.