له بانکونو د پیسو اېستلو کچه یومیلیون افغانۍ او ۱۵۰زره ډالرو ته لوړه شوې.
د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال بانکي حسابلرونکي کولای شي چې د میاشتې یو میلیون افغانۍ او ۱۵زره ډالر وباشي.
د یاد بانک د معلوماتو له مخې، حسابلرونکي همداراز په اوونۍ کې له افغانۍ حساب څخه تر ۳۵۰زره افغانۍ اېستلی شي او ډالر اکونټ ته هم تر پنځه زره ډالرو د اېستلو اجازه ورکړل شوې ده.
د افغانستان بانک مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د یاد بانک د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د افغانستان بانک مسوولان ټينګار کوي چې د پولي خدمتونو په پلي کولو سره به هڅه وکړي چې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه له دې هم لوړه کړي او هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.
په ورته مهال دوی زیاته کړه چې د تېر یوه کال پرمهال د متوازنو او معقولو پولي سیاستونو په پليکولو سره یې، د اسعارو د نوساناتو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی دی.