Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته روان شو.
۱۸ دلو ۱۴۰۴

د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته روان شو.



د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم مشر ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او ورسره پلاوی ترکیې هېواد ته سفر کړی.

دغه وزارت شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې د درملو ادارې مسوولانو سره لیدنې ولري او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

همدارنګه د دې سفر په جریان کې به یاد پلاوی د ترکیې هېواد د درملو له تولیدي فابریکو لیدنه هم وکړي.

دغه‌راز د عامې روغتیا وزارت پلاوی به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د تولید او تورید برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي او په لنډ مهاله او اوږدمهاله توګه هېوادوالو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درمل برابر کړي.

مطالب

د عامې روغتیا وزارت
یو پلاوی ترکیې ته روان شو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ