Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر والي:  ا.ا د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
۵ سنبله ۱۴۰۴

د لوګر والي: ا.ا د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.



د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د دغه ولایت د رسنیو مسوولانو او ژورنالېستانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

ایوبي زیاته کړه،«رسنۍ د ملت ژبه، سترګې او خوږونه دي او ا.ا د لوګر ولایت سربېره په ټول هیواد کې هڅه کوي چې د دولتي رسنیو سربېره ازادو رسنیو ته د فعالیت داسې زمینه برابره کړي چې په هغه کې اسلامي، ملي او کلتوري ګټې نغښتې وي.»

نوموړی دغه‌راز د لوګر له خبریالانو وغوښتل چې د پېښو پرمهال حقیقت پټ نه‌کړي او د ولس ستونزو ته په بې‌طرفه توګه پوښښ ورکړي.

همدارنګه د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، دغه ولایت د هېواد په کچه د ا.ا له راتګ سره سم د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، د دوی پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې کړي.

جوړې شوې ناستې ته د لوګر د رسنیو او خبریالانو په استازولۍ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ا ولایتي مسؤل خان‌ولي احمدزي وویل، که څه په تېرو څو کالونو کې لوګر ولایت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کومه پېښې ندې ثبت شوې، خو اړتیا ده چې ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیو او خبریالانو ته مالوماتو ته د لاسي، همغږۍ او ظرفیت لوړونې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل‌خوا لوګر کې د یوې خصوصي راډيو مسؤل نورالله ستانکزي وویل، که څخه د پخوا په پرتله لوګر ولایت کې محلي رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی ده، خو لاهم دغلته رسنۍ او خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هېره دي نه وي چې لوګر ولایت کې د یوې دولتي رسنۍ په ګډون ۷ راډیوګانې، یوه چاپيزه او یوه انلاین رسنۍ او ۵۵ تنه خبریالان په رسنیزه برخه کې په کار بوخت دي.

مطالب

د لوګر والي: ا.ا د رسنیو
هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ