د ایپياېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن پیلېږي.
ټاکل شوې نن د هند د کرکټ غورهلیګ (ایپياېل) سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر ترسره شي او ۱۰ افغان لوبغاړي هم بولۍ ته پهکې وړاندې کېږي.
د هند د کرکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال د نولسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د یادو سیالیو لپاره به د ۱۰ افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شي چې په دغو کې ۲۴۶ هندي او ۱۱۳ بهرني لوبغاړي شامل دي.
له افغانستانه د سږنۍ بولۍ لپاره رحمنالله ګربز، نوینالحق، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، وقار سلامخېل، صدیقالله اتل، قیساحمد، وحیدالله ځدراڼ او عربګل نوملړ ته وړاندې شوي دي.
په دغو سیالیو کې څلور نور افغان لوبغاړي له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره قرارداد لري، راشدخان د ګوجرات ټایټنز، عظمتالله عمرزی د پنجاب کینګز، نوراحمد د چنای سوپر کینګز او اللهمحمد غنضفر د ممبی انډینز لوبډلو له ځان سره ساتلي او بولۍ ته نه وړاندې کېږي.
د یادونې ده، دا مهال یو شمېر افغان لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې په روانو نړۍوالو شلاوریزو سوداګریزو سیالیو کې هم لوبېږي.