Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې ۸۰ زره څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق کیږي.
۷ میزان ۱۴۰۴

کندهار کې ۸۰ زره څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق کیږي.



د کندهار ځايي مسوولان وايي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ۸۰ زره کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي لپاره د وقایوي واکسین کمپاین پیل شو.

د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، دغه کمپاین کندهار ښار او ۱۰ ولسوالیو کې پلي کیږي او د پنځو کلونو لپاره به د څارویو معافیتي خوندیتوب یقیني کړي.

هغه وویل: «دا واکسین به د یوه میاشت په اوږدو کې د مسلکي او روزل شویو کسانو له لوري تطبیق شي. کمپاین به د کندهار ښار ترڅنګ په ښورابک، معروف، سپین‌بولدک، تخته‌پل، دامان، ډنډ، لوړ شاولیکوټ، کښته‌شاولیکوټ، لوړ میوند، کښته میوند او خاکریز ولسوالیو کې ترسره شي.»

په همدې مهال د سیمې مالداران هم خوښي څرګندوي او وایي چې د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مرسته ورته په ډېر اړین وخت کې د څارویو لپاره مهم واکسینونه برابر شوي.

«دا واکسین ډېر ګټور دی، زموږ حیوانان به له ډېرو ناروغیو څخه وژغورل شي، موږ په دې واکسین خوشحاله یوو.»

«دا زموږ د مالدارانو لپاره په رښتیا ډېر ښه اقدام شوی، زموږ هیله دا ده چې داسې پروګرامونه ډېر شي، څو حیوانان مو له مرګ څخه بچ شي.»

چارواکي زیاتوي د دې کمپاین اساسي موخې د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو پاملرنه او ساتنه، د طاعون ناروغۍ پر وړاندې وقایوي تدابیر او د کوچنیو څارویو د مړینې مخنیوی دی.

د یادونې ده چې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، کندهار ښار او اوو ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰ زره کوچني څاروي د همدې ناروغۍ پر ضد واکسین شوي وه چې اوس د پاتې ولسوالیو لپاره دغه بهیر پراخ شوی دی.

مطالب

کندهار کې ۸۰ زره څارویو ته
د طاعون واکسین تطبیق کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ