افغانستان او ایران د روغتیایي محصولاتو د تنظیم لپاره یو «عملي تطبیقي پلان» لاسلیک کړ.
افغان او ایراني چارواکو د خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د تنظیمي چارو او د دغو محصولات د تولید او تورید بهیر د لا ښه والي په موخه د مخکیني لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ یو «عملي تطبیقي پلان» ترتیب او لاسلیک کړی دی.
یاد هوکړهلیک د ۱۴۰۲ هـ ش کال د غویي په میاشت کې د ا.ا.ا د خوړو او درملو ملي ادارې او د ایران هېواد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و چې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د اجراء وړ ګرځېدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیمي چارو د لا ښه والي، د درملیزو محصولاتو د تولید او توریدي بهیر د سمون په موخه د مخکیني لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ یو عملي تطبیقي پلان ترتیب او لاسلیک کړ.
سرچینه زیاتوي د همدې هوکړهلیک په رڼا کې ترتیب شوی پلان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال او د ایران د عامې روغتیا وزارت د مرستیال او د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس، ډاکټر مهدي پیر صالحي ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.
د خبرپاڼې له مخې، په دې عملي تطبیقي پلان کې د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې د معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د توریدي چارو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، د ایراني کمپنیو له لوري په افغانستان کې پانګونه، بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول او د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنټرول او د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې د دې عملي تطبیقي پلان په لاسلیک سره به اړوند فعالیتونه د ټاکلي مهال وېش له مخې عملي او هېوادوالو ته به د باکیفیته، خوندي او مؤثرو درملو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه شي او هېواد ته به د قاچاقي او بېکیفیته درملو د واردېدو مخه ونیول شي.