د ایران ولسمشر: امریکا او اسراییل مو ښه مات کړل.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو او امریکا پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر وړاندې خپل ځواکونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېوادونو ته یې، ښه ماته ورکړه.
د نوموړي په وینا، «دښمن» نهانګېرله چې دوی به له دومره سخت ځواب سره مخ شي.
د ایران ولسمشر همداراز وویل چې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې وسله والو ځواکونو اسراییلو ته «د اوسپنې ګنبد او متحده ایالاتو ته د خپلو ټولو پرمختللو پوځي تجهیزاتو سره سره ماتې ورکړه.
پزشکیان همدارنګه په تهران او نورو ولایتونو کې د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «که موږ په تهران کې د اوبو وضعیت کنټرول نهکړو، نو موږ به په سپتمبر او اکتوبر کې د بندونو شاته اوبه ونهلرو.»
د ایران او اسراییلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران د پوځ یوشمېر لوړپوړي قومندانان او پوځي چارواکي ووژل شول او ګڼشمېر ملکیانو ته هم مرګژوبله واوښته.