Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران ولسمشر له اسلامي هیوادونو غوښتي چې اسراییلو سره اړیکې پرې کړي.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

د ایران ولسمشر له اسلامي هیوادونو غوښتي چې اسراییلو سره اړیکې پرې کړي.



د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوحې سرمشریزې ته له تلو وړاندې ویلي، دا ممکنه ده چې اسلامي هېوادونه له اسراییل سره خپلې اړیکې قطع کړي او تر ممکنه حده یووالی وساتي.

هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي هېوادونه د اسراییل پر وړاندې متحد شي او وکولی شي د اسراییل اقدماتو پر ضد ګډ او یو موټي دریځ ته لاسرسی پیدا کړي.

ایراني رسنیو نن (دوشنبه، سنبله ۱۵) راپور ورکړی چې مسعود پزشکیان نن دوحې ته روان شو.

هغه د اسراییل پر کړنو نیوکه وکړه او وې ویل: «صهیونیستي رژیم چې غواړي هر کار وکړي، د امریکا په بشپړ ملاتړ یې ترسره کوي. دغه وضعیت د سیمې امنیت او ثبات ګواښوي.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې دې وروستیو کې د قطر په شمول د سیمې په څو هېوادونو د اسراییل بریدونو د سیمې او نړۍ په سطحه نیوکې راپورته کړي.

د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه داسې مهال ترسره کیږي چې په دوحې د اسراییل له هوايي برید وروسته منځني ختیځ کې ننګونې اوج ته رسېدلي دي.

مطالب

د ایران ولسمشر له اسلامي هیوادونو غوښتي
ې اسراییلو سره اړیکې پرې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ