Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ لپاره د نغدي مرستو د راټولولو کمپاین پیل شو.
۲۹ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ لپاره د نغدي مرستو د راټولولو کمپاین پیل شو.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د خپلو اړوندو ادارو او ښوونیزو بنسټونو په کچه د راستانه شویو افغان کډوالو لپاره د نغدي مرستو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب زینت راډیو ته وویل، یاد کمپاین د پوهنې وزارت د لارښوونې پر بنسټ د لوګر د پوهنې ریاست تر چتر لاندې، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او ښوونیزو بنسټونو کې پلي کېږي، چې موخه یې د راستانه شویو کډوالو ملاتړ، لاسنیوی او له هغوی سره بشري همکاري ده.

نوموړي زیاته کړه، د دغه کمپاین له لارې به د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو له لوري نغدي مرستې راټولې شي او تر رسمي سپارلو وروسته به د پوهنې وزارت له لارې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شي، څو پر راستانه شویو افغان کډوالو ووېشل شي.

شاه پور عرب همدارنګه د لوګر ولایت له ټولو ښوونکو او د پوهنې له کارکوونکو وغوښتل، چې په دې خیریه کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او د خپل وس او توان له مخې له راستانه شویو وطنوالو سره مرسته وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د راستانه شویو کډوالو ملاتړ یو ملي، اسلامي او انساني مسؤلیت دی او د پوهنې سکتور کولای شي په دې برخه کې اغېزمن رول ولوبوي

مطالب

لوګر کې د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ لپاره
د نغدي مرستو د راټولولو کمپاین پیل شو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ