Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې یوه ښځه مړه او درې کسان مسموم شوي دي.
۲۸ سنبله ۱۴۰۵

لوګر کې یوه ښځه مړه او درې کسان مسموم شوي دي.


د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه ناوخته د پل‌علم ښار اړوند په کډوالو ښارګوټي کې د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلوم لامل له امله مسموم شوي دي.

د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي زینت راډیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او دوه نجونې او یو هلک مسموم شوي دي.

د نوموړي په وینا، د مسموم شویو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و او د لا ډېرو درملنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

ابدالي وایي، تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا، د کډوالو ښارګوټي ځینو اوسېدونکو ادعا کړې چې ښايي د یادې کورنۍ په خوړو کې زهرجن مواد اچول شوي وي؛ خو چارواکو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره د ترسره کېدونکو څېړنو پایلو ته به انتظار کېږي.

مطالب

لوګر کې یوه ښځه مړه
او درې کسان مسموم شوي دي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ