لوګر کې د څلور سوه زره ډالرو په مالي لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د سیندیزې حوزې ریاست وایي، د ۷.۲ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي، چې په بشپړېدو سره به ۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
د مسؤلینو په وینا، دغه کانالونه د لوګر سیندیزې حوزې ریاست له لوري د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ پلي کېږي.
د لوګر سیندیزې حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل اخندزاده جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد کانالونه د مرکز اړوند وزیرکلا سیمه کې د ۵.۲ کیلومتره او د خروار ولسوالۍ اړوند خواجه انګور سیمه کې د ۲ کیلومتره په اوږدوالي د شاوخوا ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړیږي، چې ټاکل شوې چارې یې په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې راشي او په مستقیم او غیرمستقیم ډول به شاوخوا ۱۸ سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور د دغو کانالونو جوړول د اوبو د اغېزمن مدیریت لپاره مهم ګام وباله او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د اوبو له بېځایه مصرف څخه ډډه وکړي.
په همدې حال کې، د سیمې قومي مشرانو د یادو پروژو هرکلی وکړ او دا یې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره بنسټیز ګام یاد کړ.