افغان ځواکونو پاکستان سره نښته کې د سپینبولدک دروازه لهمنځه وړې.
په سپین بولدک کې امنیتي سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ جوړه شوې دروازه د افغان ځواکونو له خوا الوزول شوې.
پاکستاني لوري سره جګړه د تېرې شپې ناوخته پیل شوه او تر نن سهار پورې یې دوام درلود.
امنیتي سرچینو سلاموطندار ته ویلي، جګړه د دوشنبې په شپه شاوخوا څلور بجې هغه مهال پیل شوه کله چې د پاکستاني پوځ له لوري د توپچي بریدونو لړۍ پیل شوه.
د سپین بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمد حقمل وایي:
«دغه نښته کې پاکستاني ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو لا تر اوسه یې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.»
نوموړی زیاتوي چې جګړه د پاکستاني لوري له خوا پیل شوې وه او د سهار تر شاوخوا اتو بجو یې دوام وکړ.
د حقمل په وینا، د توپچي بریدونو له امله د افغان لوري ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی، خو د تلفاتو دقیق شمېر یې نه دی ورکړی.
اخوا د سپینبولدک ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د جګړې د شدت له امله ګڼې کورنۍ له خپلو استوګنځایونو وتلو ته اړې شوي.
په اړه د سیمې دوو اوسېدونکو شرافالدین او محمد یاسین وايي:
«جنګ خو ډېر شدید وو، خلک را ووتل، خلک خپل کورونه پرېږدي. جنګ پر څلورو بجو شروع سوی وو.»
«د پاکستاني پوځیانو له هاونونو را غورځول کېدل، خلک مجبوره سوه چې خپل کورونه پرېږدي.»
د سرچینو په وینا، د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو له خوا هغه ګډه دروازه هم په بمونو الوزول شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه.
د سپینبولدک ولسوالي د کندهار ولایت په سوېل کې پرته ده او له پاکستان سره یې د چمن ښار له لارې تګ راتګ کېږي.
دا سیمه وخت په وخت د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهده پاتې شوې چې ډېری وخت د ملامتۍ ګوته پاکستان لوري ته نیول کېږي.