Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د فوتسال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې د فوتسال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي  وویل، د فوتسال دغه سیالي د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د څرخ ولسوالي په «مولانا یعقوبي څرخ جمنازیم» کې جوړې شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای لوبې ته د لوګر د خورشید نوشهر او سیدانو لوبډلو لاره موندلې وه چې خورشید نوشهر لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته وکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

نعیم زي زیاته کړه، د یادې سیالۍ له جوړیدو څخه موخه لوګر ولایت کې فوتسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږۍ رامنځته کول وو.

د جوړو شویو سیالیو یوه ګډونوال احمد ولید  وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د لوګر ولایت په کچه د فوتسال ورزشکارانو ترمنځ اړیکې او ظرفیت کچه لوړه کړي.

هغه د فوتسال په فدراسیون غږ وکړ چې د لوګر ولایت ورزشکارانو شته ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د ورته سیالیو جوړیدو زمینه ورته برابره کړي.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبډلو او لوبغاړو بېلابېلې ډالۍ هم ووېشل شوې.

مطالب

لوګر کې د فوتسال پیل شوې
سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ