لوګر ته له ګاونډویو هیوادونو راستانه شويو هیوادوالوته کاري فُرصتونه برابر شوي.
لوګر ته له ګاونډویو هیوادونو راستانه شويو هیوادوالوته کاري فُرصتونه برابر شوي.
د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت مسوولین وایي، چې دغه ولایت ته له ګاونډیو هیوادونو زینو راستانه شویو هیوادوالوته په بېلابېلو برخو کې کاري بوختیاوې چمتوشوي او هڅه کیږي ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وشي.
ورته مهال، دغه ولایت ته زینې راستانه شوي کډوال که څه هم د یاد آمریت چوپړتیاوې ستایي؛ خو لوګر کې یو شمېر دچارو شنونکي له اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې په بېلابېلو وړو او لویو پروژو کې دې هم راستنو شویو هیوادوالو ته کاري فصتونو برابرشي.
په لوګر لایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمر مولوي مسعود اخندزاده زینت راډیو ته وایي، له پاکستان او ایران هیوادونو څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې کاري بوختیاوې چمتو کړي او هڅه کوي چې ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.
(( د اشتغال ځایي په برخه کې تقرییاً مونږه پنځه برخو کې مهاجروسره کومک کړی ده، چې تقریباً په هریوه کې شل دېرش نفره دي، نو تقریباً سل یو نیم سل نفره راځي، نورهم کوښښ کوو او مؤسساتو سره مو هم خبره کړې ده، الله پاک به ترتیب برابرکړي.))
ورته مهال له ګاوڼدي پاکستانه زینې راستانه شوي کډوال چې اوسهال په کډوالو ښارګوټي کې ژوند کوي، وایي د کاري بوختیاوو برخه کې ورسره مرستې شوي خو له اړونده مرستندویه ادارو او بنسټونو غواړي چې د یو شمېر نورو ستونزو په هواري کې دې هم ورسره مرستې ترسره شي.
(( نوم مې عبید ده تازه له پاکستان څخه راغلي یو، دلته مونږ زیات مشکلات لرو زینې یې ترڅه حده حل شوي دي، له مؤسساتو څخه مو غوښتنه داده چې د دې ترڅنګ په تعلیمي او نورو برخو کې له مونږ سره مرستې وکړي، د لوګر له کډوالو ادارې مننه چې په دې برخه کې یې له مونږ سره څه مرسته کړې، خو په هیله چې نورهم راسره همکاره ووسي .))
د چارو شنونکو په اند، که راستنو شویو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر شي، نه یوازې لوګر لپاره، بلکې د ټول هیواد لپاره به لوېې اقتصادي ګټې له ځان سره ولري.
د چارو شنونکی، عبدالجبار وایي، لوګر ته له راستانه شویو کډوالو سره نه یوازې کورنۍ بلکې په پراخه کچه نړیوالو مرستو ته اړتیا ده، هغه زیاتوي؛ کډوالو سره دې مرستې تل مهالې وي.
نوموړی وایي نړیوال دې په لویو پروژو پانګونه وکړي ترڅو ورسره کاري فرصتونه برابر شي.
(( د کډوالو راستنېدنه په اوسنیو شرایطو کې یو غیر پلان شوی عمل دی، نو په دې خاطر باندې ټول هغه کډوال چې راستنیږي ډېرو مرستو ته ضرورت لري، که هغه د حاکم نظام له لوري وي یا نورو نړیوالو بنسټونو له لوري وي، دوی سرپناه ...ته ضرورت لري))
د راپورونو له مخې؛ له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان او ایران څخه هره ورځ په لسګونه کورنۍ هیواد ته راستنیږي چې لویه اندیښنه یې د را روان سوړ ژمي او کاري فرصتونو نشتون دی، خو د چارو کارپوهانو په باور که راستانه شوي ټول کډوال په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت شي، نه یوازې لوګر، بلکې ټول هیواد ته به لوېې اقتصادي ګټې له ځان سره ولري.
راپور: شفیع الله افغانزی – لوګر.