Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: د تېرو ۹میاشتو پرمهال هېواد کې هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده شوې.
۱۳ قوس ۱۴۰۴

مجاهد: د تېرو ۹میاشتو پرمهال هېواد کې هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده شوې.

د اسلامي امارت د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې.

هغه دغه څرګندونې نن پنج شنبه، د لیندۍ ۱۳مه، د پکتيا په زرمت ولسوالي کې د مدرسو د حافظانو او مولويانو د فراغت په تړاو جوړه شوې يوې غونډه کې وکړې.

مجاهد زیاته کړه چې په هېواد کې اوسني امنيت لپاره امنيتي ځواکونه او مسوولان شپه او ورځ کار کوي. هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې اوسني نظام تر شاه دې ودريږي او د پرديو دسيسو ته دې متوجې وواسي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د هېواد دفاع او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره ټکنالوژي يوه اړتيا ده. د نوموړي په وینا، اوس وخت کې د عصري تعليم لپاره توجه زياته شوې او د نويو ځوانانو د روزنې لپاره کار کوي.

مجاهد همداشان وويل چې د هېواد د امنيت ساتنې، پراختيايي چارو او اقتصادي پرمختګ خپل مسووليت بولي.

مطالب

مجاهد: د تېرو ۹میاشتو پرمهال
هېواد کې هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ