Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مصر کې نن د غزې په اړه غونډه جوړیږي.
۲۱ میزان ۱۴۰۴

مصر کې نن د غزې په اړه غونډه جوړیږي.


د مصر په شرم الشیخ ښار کې نن د غزې په اړه غونډه ترسره کیږي.

د راپورونو پر اساس، د نړۍ له شلو د زیاتو هیوادونو مشران نن دوشنبه د مصر په «شرم الشیخ» ښار کې هغه غونډه کې ګډون وکړي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو په موخه جوړیږي.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي به د «شرم الشیخ» د غونډې چې هغه یې د سولې سرمشریزه بللې، مشري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې سرمشریزې موخه، غزه کې د جګړې پایته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.

دې سره د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې غزه کې د اوربند هوکړې له مخې به حماس او اسراییل نن یو د بل یرغمل شوي تبادله کړي.

د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې تر څو ساعتونو پورې ۲۰ اسراییلي یرغمل شوي د نژدې دوه زره فلسطیني زندانیانو په بدل کې خوشې شي.

د امریکا ولسمشر له لوري غزه کې د اوربند وړاندیز شوې طرحه له دوو کلونو جګړو وروسته د تېرې جمعې په ورځ عملي شوه.

مطالب

مصر کې نن د غزې
د غزې په اړه غونډه جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ